افغانستانروستي خبرونه

کابل ښاروالي وايي چې د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې يې د دخانياتو د مخنيوي لپاره کمپاين پيل کړي

په کابل ښار کې د نورو سیمو په څېر په هغو سیمو کې هم دخانیات استعمالېږي چې د خلکو ګڼه ګونه پکې ډېره ده، ان دا چي پارکونه او تفریح ځایونه هم د نشه یي موادو د معتادینو په مرکزونو بدل شوي دي.

خو اوس کابل ښاروالي غواړي چې په دې ښار کې د دخانیاتو د مخنیوي قانون له مخې په یو شمېر سیمو کې د دخانیاتو پر ضد کمپاین پیل کړي.

د کابل ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې رئیس محمد ادریس توخي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په لومړي پړاو کې دغه کمپاین کابل په پوهنتون، کارته چهار بازار، ښار نو پارک، نادریه لیسه او ده افغانانو سيمو کې پلي کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

دا پروګرام باید په ټول ښار کې تطبیق سوي وای، خو اوس یې په ټول ښار کې عملي کول مشکل کار دی، موږ اوس ځینې سیمې په ښار کې د بېلګې په ډول انتخاب کړې دي، که مو سږ کال په دې سیمو کې خپل پروګرام په پوره توګه تطیبق کړای شو، په راتلونکو کلونو کې یې پراخوو چې په راتلونکو درېیو کلونو کې به ټول کابل ښار له دخانیاتو څخه پاک اعلانېږي، د کابل ښاروال موږ ته لارښوونه کړې چې د شهر نو پارک ته لومړیتوب ورکړو، ترڅو د معتادینو مخه هم ونیول شي.”

تر دې مخکې د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې د دوی د څېړنو له مخې په افغانستان کې د تنباکو استعمال زیات شوی او د خلاصو پولو له امله د تنباکو پر قانوني وارداتو سربېره تنباکو په قاچاقي ډول هم افغانستان ته راوړل کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د دې کمپاین عملي کولو لپاره له کابل ښاروالۍ سره همکاري کوي.

د عامې روغتیا وزارت د تنباکو د کنټرول د برخې مسؤل بشیر سروري ازادي راډیو ته وویل، په هغو سیمو کې چې د دخانیاتو پر ضد د کمپاین لومړی پړاو عملي کېږي تر ډېره حده هغه سیمې دي چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې زیاته ده، دا ځايونه اوس د د خانياتو د استعمال تر څنګ د معتادينو په مرکزونو بدل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

د شهر نو پارک د دې پر ځای چې باید پارک وای، زیاتره وخت د چرسو، سګرېټو او نورو دخانیاتو په پارک اوښتی، او په نشه روږدي کسان هلته را ټولېږي، د کابل پوهنتون هم داسې یو ځای دی چې ځوان ورکې د دوخانیاتو ښکار کېږي، همداراز په نادریه لیسه کې هم ځوانان له دې امله زیان ویني، موږ دا درې سیمې په پام کې نیولې او په راتلونکي کې نور پارکونه هم په پام کې لرو.”

له بلي خوا کابل ښاريان د کابل ښاروالۍ دا کمپاين ستايي او وايي چې د ښار په شااوخوا کې د دخانياتو تر څنګ د کارخانو او موټرو دود هم هوا ککړه کړې او خلکو ته یې تنفسي ستونزې پیدا کړي دي:

نوم مې اسماء دی د کابل پوهنتون محصله یم، کله چې پوهنتون ته ننوځو ګورو چې ډله ډله محصلین ولاړ وي، مخدره مواد او سګرېټ څکوي، دا پر محصلینو بده اغېزه کوي او د پوهنتون دا ښکلې هوا چټلوي

فیصل نومېږم زه چې کله د شهر نو پارک ته د درس ویلو لپاره ولاړ شم، دلته نشه یان ولاړ وي او سګرېټ څکوي، دا پر ځوانانو بده اغېزه کوي

نسیم یم له شهر نو پارک څخه،پارک د چکر او تفریح ځای دی، خلک ورکې تفریح کوي، زه چې دلته پوډریان ګورم زړه مې له دنیا څخه بد شي.”

په عمومي ځايونو کې د دخانیاتو د مخنوي قانون په ۱۳۹۲ شمسي کال کې توشیح شوی او د دې قانون له مخې هر هغه څوک چېله دې قانون څخه سرغړونه کوي ۳ سوه افغانۍ نقدي جریمه کېږي.

د دې قانون پر بنسټ د سګرېټو د وارداتو په ګمرکي تعرفو کي هم پنځوس سنله زیاتوالې راغلی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا