اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست

عبدالسلام ضعیف: ۹۵ سلنه طا-لبان د ښځو پر وړاندې د بندیزونو مخالف دي

ډيډ خبري اژانس: په پاکستان کې د طا-لبانو د رژیم د لومړۍ دورې سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي، د دوی ۹۵ سلنه د افغان ښځو پر وړاندې د بندیزونو خلاف دي.

په اسلام اباد کې د طا-لبانو د حکومت د لومړۍ دورې پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې د طا-لبانو ۹۵ سلنه غړي د ښځو پر زده کړو او کار د بندیزونو په اړه د مشرتابه له حکمونو سره موافق نه دي.

ضعیف دا هم ویلي، هغه طا-لب چارواکي چې پر ښځو د لګول شویو بندیزونو مخالف دي، تل د طا-لبانو له مشرتابه سره خبرې او مشورې کوي، خو د ضعیف په وینا د طا-لبانو مشرتابه تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

هغه زیاته کړه چې دی په دې باور دی چې اوسني طا-لبان د ۹۰ لسیزې له طا-لبانو سره ډېر توپیرونه لري.

ضعیف دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې پرون د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر په وروستي بندیز کې د بامیانو ولایت د بند امیر سیاحت ته د ښځو پر تګ بندیز ولګاوه.

د يادونې وړ ده، چې تر دې دمه يو شمېر طا-لب قوماندانانو هم له دغو بنديزونو سره مخالفت څرګند کړى دى.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا