اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

د پوهنې وزارت لخوا د قابلیت محوره ښوونیز نصاب مشورتي ناسته جوړه شوه

پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب د اصلاح په موخه؛ د پوهنې د ډګر د متخصصینو، مدني فعالانو، د پوهنتون د استادانو، د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د استازو، د علماوو د شورا د استازو، د دولتي ادارو د کارکوونکو، ښوونکو او یو شمېر دولتي چارواکو په ګډون سره «د قابلیت محوره تعلیمي نصاب مشورتي ناسته» تر سرلیک لاندې ناسته جوړه کړه.

پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب د اصلاح په موخه؛ د پوهنې د ډګر د متخصصینو، مدني فعالانو، د پوهنتون د استادانو، د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د استازو، د علماوو د شورا د استازو، د دولتي ادارو د کارکوونکو، ښوونکو او یو شمېر دولتي چارواکو په ګډون سره «د قابلیت محوره تعلیمي نصاب مشورتي ناسته» تر سرلیک لاندې ناسته جوړه کړه.
د دید خبری آژانس به رپوت، د دغه پروګرام په لومړۍ ورځ، د جمهوري ریاست دوهم مرستیال، محمد سرور دانش، د پوهنې وزارت سرپرست، محمد میرویس بلخي، د لوړو زدکرو وزارت مرستیال، احمد سیر مهجور او د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب د پراختیا او د ښوونکو د روزنې مرستیالې، مرجان متین؛ پر منل شویو نړیوالو معیارونو د برابر او باکیفیته ښوونیز نصاب د رامنځته کېدو پر څرنګوالي خبرې وکړي.
د جمهوري ریاست دوهم مرستیال په دې ناسته کې وویل: ” ښوونیز نصاب او درسي پروګرام، د زده کړې مهم عناصر دي، چې د دغو مهمو عناصرو برابرول؛ یو اوږد مهاله ډله ییز کار ته اړتیا لري.”
ښاغلي دانش دې ته په ټینګار سره چې پوهنې وزارت په تېرو کلونو کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د زده کړې او روزنې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري او دغه لاسته راوړنې د پوهنې وزارت د کارکوونکو د هڅو او کوښښونو پایله ده، زیاته کړه، چې د ښوونیز نصاب په ځینو برخو کې، املایي او د درسي کتابونو د طرحې او ډیزاین او د زده کړو د ټیټ کیفیت په برخه کې ستونزې شتون لري، چې پوهنې وزارت به د یادو ستونزو د ریښو د پیدا کولو او د زده کړې په برخه کې د منل شویو نړیوالو معیارونو او تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره، دغه ستونزې هوارې کړي.
د پوهنې وزارت سرپرست، محمد میرویس بلخي وویل چې معیاري او باکیفیته ښوونیز نصاب د اړوند بنسټونو همکارۍ ته اړتیا لري، چې د لوړو زده کړو، ارشاد، حج او اوقافو وزارتونه، مدني بنسټونه او د پوهنې وزارت نړیوال همکاران پکې شامل دي.
ښاغلي بلخي دغه راز وویل، چې د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب په برخه کې یې شته ستونزې پیدا کړي او د دغه وزارت په ښوونیز سکتور کې موجودو ستونزو ته د بشپړ ځواب موندلو په موخه یې خلکو او بنسټونه ته رجوع کړې او له همدې امله به له دې وروسته د مشورتي ناستو لړۍ دوام پیدا کړي.
د پوهنې وزارت سرپرست وویل: ” د هغو پروګرامونو پر مټ چې تر لاسته لاندې یې لرو؛ په یوه لسیزه کې کولای شو چې باکیفیته او پر منل شویو نړیوالو معیارونو برابر ښوونیز نصاب ولرو.”
د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب د پراختیا او د ښوونکو د روزنې مرستیالې، مرجان متین په یاده ناسته کې وویل د قابلیت محوره ښوونیز نصاب د مشورتي ناستې د جوړېدو موخه؛ د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب د کیفیت لوړول او معیاري کول دي.
هغې څرګنده کړه، په دې مشورتي ناسته کې چې درې ورځې به دوام وکړي، د پوهنې د برخې له متخصصینو، ښوونکو، مدني فعالانو او د پوهنې وزارت له نړیوالو همکارانو سره بحث او مشوره تر سره کېږي، چې د پوهنې وزارت به له هغې څخه په ګټې اخیستنې سره؛ خپله اصلي موخه، چې یو باکیفیته او معیاري ښوونیز نصاب دی؛ تر لاسه کړي.
د لوړو زده کړو وزارت مرستیال، احمد سیر مهجور هم ټینګار وکړ، چې د لوړو زده کړو وزارت به له پوهنې وزارت سره د ښوونیز نصاب د معیاري کولو په برخه کې هر ډول همکاري وکړي، ځکه چې د نوموړي په خبره؛ ” په هره کچه چې د پوهنې وزارت ښوونیز نصاب معیاري شي او په پوهنه کې کیفیت لوړ کړل شي؛ په لوړو زده کړو وزات کې به هم کیفیت لوړ شي.”
د قابلیت محوره ښوونیز نصاب په درې ورځنۍ مشورتي ناسته کې به، ګډون کوونکي، د ښوونیز نصاب د کیفیت د لوړو لپاره خپلې طرحې او وړاندیزونه له پوهنې وزارت سره شریک کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا