اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

کابل کې د ښځو لاریون؛ د زده کړو حق او د خپل وزارت بیا فعالول غواړي

د دید خبری آژانس: په کابل کې لسګونه ښځو نن یکشنبی (د سنبلې ۲۸مه) بیا د یوه لاریون پرمهال د طالبانو له اسلامي امارت څخه خپلې غوښتنې په ډاګه کړې.


دوی، چې د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې تر چتر لاندې سړکونو ته راوتې وې، ویلي: د ښځو چارو وزارت دې بیرته فعال او دغه راز دې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو تړل شوي ښوونځي بیرته پرانیستل شي.
لاریونوالو له طالبانو وغوښتل، چې حقونه یې تامین او په نظام او سیاسي مشارکت کې د ښځو له حق خوړلو لاس په سرشي.
طالبانو د ننني لاریون او رسنیو له لاریونوالو سره د دوی د چلند د څرنګوالي په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي.
مخکې له ورته لاریونوالو سره د طالبانو د ناوړه چلند خبرونه خپریدل.
د طالبانو د فرهنګي کمیسیون یوه غړي قاري سعید وویل، چې دوی د نجونو زده کړې منع کړي نه دي؛ بلکې د لازمو شرایطو د برابرولو لپاره ورته لاس په کار شوي.
طالبانو پرون په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نارینه وو د زده کړو د پيل خبر ورکړ، خو د ښځو د حقونو فعالانې اندیښمنې دي، چې دا یو اړخیز ګام ممکن د ښځینه زده کړو پر دوام د بندیز نښه وي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا