اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیمه

په افغانستان کې د نا امنیو دوام ته د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت اندېښنه

سرګي لاوروف، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د چهارشنبې د ورځې چاودنه وغندله او په افغانستان کې یې د نا امنیو په دوام خپله اندېښنه څرګنده کړه.

همداراز  د بهرنیو چارو ویاند، د کابل د چهارشنبې ورځ د انتحاري حملې په باب ویلي دي : موږ دا ترهګریز چار په کلکه غندو او هیلمني څرګندوو، چې لاملین او ترسره کوونکي یې سخته سزا وویني .

ماریا زاخاروا همداراز اضافه کړي دي : موږ له افغانستاني چارواکیو غواړو، چې هم د پلازمینې کابل او هم د افغانستان د نورو سیمو امنیت په کلکه ټینګ کړي .

ویل کېږي، چې د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې روستۍ انتحاري حملې تر ۵۰۰ تنو  ډېر ټپیان او ووژل؛ هغه حمله، چې د امنیت ملي د عمومي ریاست د  وینا له مخې، د حقاني شبکې او د پاکستان د استخباراتو له خوا پلان شوې وه.

 

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا