اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادث

۲۰ تنه وژل شوي او ۳۷ ټپیان؛ په سالنګ کې د اورلګېدنې د قربانیانو شمېر زیات شو

د دید خبری آژانس: د پروان ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د سالنګ تونل د اورلګېدنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ تنو ته لوړ شوی او ۳۷ نور ټپیان شوي دي. دوی ټینګار کړی چې دغه احصایه هم وروستۍ نه ده.


تر دې مخکې ځايي چارواکو ویلي وو، چې په دغه تونل کې د تېلو د یوه ټانکر د اور لګېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او تر ۳۰ ډېر ټپیان دي.
طا-لبانو ویلي چې لږ تر لږه ۱۲ موټر یې سوځولي دي.
د پروان د والي وياند حکمت الله شميم د يو ويډيويي پيغام په خپرولو سره ويلي چې په جنوبي سالنګ کې ۱۲ تنه او په شمالي سالنګ کې ۷ تنه وژل شوي، په شمالي سالنګ کې ۸ تنه او په جنوبي سالنګ کې ۲۴ تنه ټپيان شوي دي.
هغه وویل چې دا احصایه وروستۍ نه ده او کیدای شي بدلون ومومي.
د پروان لپاره د طا-لبانو د امنیې قومندانۍ ویاند کامران زید وايي، په وژل شویو کې ښځې، ماشومان او سپین ږیره هم شامل دي.
د هغه په وينا، اورلګېدنه هغه مهال رامنځته شوه، چې په سالنګ کې د تېلو يو ټانکر چپه شو او اور ولګېد.
په همدې حال کې د طا-لبانو د فواید عامې وزارت ویاند حمیدالله مصباح وايي چې دغه ټانکر تېر ماښام شپږ نیمې بجې اور ولګېد او نن سهار اته نیمې بجې اور ولګېد.
د طا-لبانو چارواکو له مسافرو غوښتي چې تر بل خبرتیا پورې دې پر دې لاره له تګ راتګ ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ځینو سرچینو د وژل شویو شمېر ۱۰۰ تنه ښودلی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا