اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهروستي خبرونهسیاستسیمهمهم مطالبنړۍ

د تاجیکستان او افغانستان پر پوله د روسیې له خوا د یوې نوې پوستې جوړول

دید خبری آژانس د خبر له مخې: په تاجیکستان کې د روسیې سفارت اعلان کړی چې مسکو د تاجیکستان او افغانستان ترمنځ په پوله کې یوه نوې سرحدی پوسته جوړه کړې ده.

دغه سرحدي پوسته د هغو ۲۵ روسي پوله ساتو په نوم نومول شوې چې په ۱۹۹۳ کال کې په یوه ترهګریز برید کې ووژل شول.

په تاجیکستان کې د روسیې سفیر سیمان ګریګوریف ویلي چې دغه سرحدي پوسته د افغانستان او تاجکستان د پولې د ستراتیژیکې برخې په ساتنه کې مهم عنصر دی.

ده وويل: تاجیکستان له بې ثباته افغانستان سره تر ټولو اوږده پوله لري او د منځنۍ اسيا په امنيتي جوړښت کې ځانګړى رول لري.

د روسیې سفیر د ۱۲ سرحدي پوستو څخه هم لیدنه وکړه.

باید وویل شي، چې افغانستان ته د طالبانو له راتګ راهیسې روسیه او د منځنۍ آسیا هېوادونه د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښمن دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا