اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

له وانګ يو ​​سره متقي په کتنه کې د اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وکړ

دید خبري آژانس: د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره وکتل او دواړو لورو د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې په دې لیدنه کې دواړو لورو پر سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړه، په دې کتنه کې دوی ټینګار وکړ چې د سیاسي او اقتصادي مسایلو د تعقیب او ګړندي کولو لپاره دې د دواړو لورو د څانګو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي.

له هغه وخته چې طا-لبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، چین له دغې ډلې سره پراخې اړیکې لرلې او په بیجینګ کې یې د افغانستان سفارت ورته برابر کړی دی.

چین او طا-لبانو په افغانستان کې د کانونو د استخراج په برخه کې څو ستر تړونونه هم لاسلیک کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا