اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: له ملا متقی څخه مې وغوښتل چې په مزار کې د کونسلګرۍ له غمجنې پېښې سره خپله اړیکه روښانه کړي

ډید خبري اژانس: د ایران د بهرنیو چارو وزیر په مزارشریف کې د دغه هېواد د دیپلوماتانو د شهادت په تړاو په یوه ټویټ کې ویلي، چې په لومړۍ ناسته کې یې له ملا امیرخان متقي څخه وغوښتل، چې د دې پېښې په تړاو د طا-لبانو اړیکې روښانه کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان تېره شپه په یوه ټویټ کې لیکلي چې د طا-لبانو د بهرنیو چارو له وزیر ملا متقی څخه یې غوښتي چې په مزارشریف کې د ایران د کونسلګرۍ د غړو د شهادت له غمجنې پېښې سره خپله اړیکه روښانه کړي.

عبداللهیان: ما په خپله لومړۍ ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ملا متقی ته وویل چې په مزارشریف کې د ایران په کونسلګرۍ کې د ترخې پېښې په اړه ستاسو اړیکې روښانه کړي. هغه په ​​ځواب کې وویل: «نن د طا-لبانو او دوی ترمنځ هیڅ اړیکه نشته. موږ دا غیر انساني عمل غندو.»

تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په همدې تړاو په یوه ټوېټ کې ویلي و چې د ایران ملت به دا پېښه هېره نه کړي او نه به یې بخښي.

باید وویل شي، چې د ۱۳۷۷ لمریز کال د اسد په ۱۷مه په مزارشریف ښار کې د طا-لبانو له ننوتلو سره سم په مزارشریف کې د دغه هېواد په قونسلګرۍ کې ۸ دیپلوماتان او یو ایرانی خبریال ووژل شول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا