اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

کابلوف: موږ په کابل کې د خپل سفارت د تړلو اراده نه لرو

دید خبری آژانس د خبر له مخې: په کابل کښې د سعودی عربستان د سفارت د تړلو او د نورو عربو او لویدیځو هیوادونو د سفارتونو د تړلو له اوازو وروسته د روسیې ځانګړی استازی وایی چې ماسکو د خپل سفارت د تړلو اراده نه لری.

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، هېواد یې په افغانستان کې د خپل سفارت د تړلو پلان نه لري.

تر دې مخکې ځینو سرچینو اعلان کړی و چې سعودي عربستان د حج او اوقافو سرپرست وزیر “نور محمد ثاقب” ته د ویزې له ورکولو ډډه کړې ده.

په همدې حال کې په کابل کې د سعودي عربستان سفارت هم د تېرې چهارشنبې په ورځ وتړل شو. ویل کېږي چې د ریاض دغه پرېکړه هم د ښځو په اړه د طالبانو د سیاستونو په غبرګون کې شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا