اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

ملګري ملتونه: د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو هڅې روانې دي

ډید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند وايي، د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه سلا مشورې روانې دي.

سټېفن دوجاریک دغه څرګندونې پرون (دوشنبه د حمل ۲۰مه) په یوه خبري غونډه کې وکړې.

د هغه په ​​وينا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه کوم مشخص مهالوېش نشته.

د تېر کال په ډسمبر میاشت کې ملګرو ملتونو یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې په کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه شوې وه.

طا-لبانو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې د اضافي ځانګړي استازي ټاکل اړین نه دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، د یوناما په موجودیت کې د نوي ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نشته.

د هغه په ​​وينا، د سيمې هېوادونه بايد له طا-لبانو سره د «مثبت تعاملاتو د ډېرولو او دوام» لپاره سيمه ييزې مشورې وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا