اسلایدشوافغانستانشننه

د سولې عالي شورا که د بوډاګانو کور

د سولې عالي شورا یوه پر اوازه نوم دی، چې نن سبا یې نوم نور هم اوچت شوی دی . دا شورا له داسې سپین ږیرو جوړه شوې، چې ډېری یې د عمر د ډېروالي له لامله د خبرو کولو حوصله هم نه لري دا خو لا پرېږده، چې د مهمو مسلو په باب سره بحثونه او ویېنې وکړي. دا شورا په واقع کې د هر قوم د سپین ږیرو برخه ده او له هغه ځایه چې حکومت په خپل اجرايوی دندو کې بېوسه دی؛ نو د ځینو قومي ټیکه دارانو د خولو ټپولو لپاره یې د سولې د شورا په نامه یوه شورا رامنځ ته کړې ده. دا شورا له خپلو سپین ږیرو غړیو سره ډېرې پیسې مصرفوي. او دا ستر مصرفونه د هغو خلکو له مالیاتو ورکول کېږي، چې په سختۍ دا مالیات ورکوي .

سپین ږیري په دې شورا کې څه کوي؟ آیا ویلای شو،چې یوازې سپین ږیري دي، چې له طالبانو سره مذاکره کولای شي؟ مګر داسې نه ده، چې ډېری په دې آند دي، چې د افغانستان د ډېری ستونزو سرچینه له افغانستانه په بهر کې ده؛ نو باید ريښه وموندل شي؛ نه داچې یو لړ وسله وال مزدوران د سولې پر کرسۍ کېنول شي .

نن تحصیل کرده او سواد لرونکي ځوانان کولای شي، چې اغېزمنې ډیپلوماټيکې لارې چارې پیدا کړي او د افغانستان له خلکو دا ناسور ټپ لرې کړي. د یو سپین ږیري رییس شتون، چې درناوی یې پر خپل ځای او چې هر کاره هم دی او له بېلابېلو قومونو تر پینځو ډېرو معاونانو درلودل هغه هم چې له خپلو پخوانیو دندو څخه بې کاره شوي دي؛ خو که ددوی اغېزمنتیا په پام کې و نه نیول شي؛ نو دا به یو ستره کمزوري وي، چې مرکزي حکومت به وکړوي.

دولت دې ته څه اړتیا لري، چې یو لړ سپین ږیري راټول او هېواد ته سوله راولي؟ که د هېواد ستونزه په سپین ږیرتوب حل کېدای؛ نو دا دومره مصرفونه د څه لپاره دي؟ټولې ادارې وتړئ او په جوماتونو او مدرسو کې د خلکو ستونزهواري ته کېنئ، چې کله حکومتوالي ټاکلی نظام او جوړښت دی؛ نو د سولې عالي شورا قانوني اړخ نه لري، چې د دولت ترڅنګ وي او له بیت المال ناوړګټنه وکړي، دا کور، چې قومي سپین ږیري پکې راټول دي، چې هېواد ته سوله راولي، هغه کور دی، چې هېڅ هیله ترې درلودای نشو؛ ځکه یو به یې هم مطلوبې پایلې ته تر رسېدو پورې په دې نړۍ کې نه وي، چې د خپل کار پایله وویني . دې په اصطلاح شورا ته  د نوي رییس ټاکل؛ یعنې بیا د کار پیل؛ یعنې ټول پخواني کارونه په صفر کې ضرب؛ ځکه ددې شورا د جوړېدو بنسټ قومي  او سپین ږیرتوب و او نه ټاکنیز او نه د کوم ټاکلي میکانیزم پر بنسټ.

نو دا شورا یوازې  د هغو سپین ږیرو لپاره د سرګرمي وزله ده، چې له کاره غورځېدلي، چې هلته کېني او خپل خاطرات یو بل ته تعریف کړي او نوی رییس به هم له دې ځانګړنو سره، کوم کار و نه کړای شي او هغه به هم د بل په څېر یو تن وي .

سید تقی حسینی- خبرگزاری دید

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا