اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاست

د ترکمنستان له چارواکو سره د نورالدین عزیزي د لیدنې پر بنسټ د سوداګریزو اړیکو پراخول

دید خبري آژانس: د موقت حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر، د وزیرانو شورا له مرستیال او د ترکمنستان د تېلو او ګازو، صنعت او سوداګرۍ او ریل پټلۍ د څانګو له مسوولینو سره وکتل.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دغه غونډه د سه شنبې په ورځ (د کب ۱۵مه) په عشق اباد کې وشوه.

د دغه وزارت په وینا، په دغو ناستو کې د «اقتصادي اړیکو پر پراختیا، ټرانزیټ، د لاجورد لارې او د سوداګرۍ د ودې لپاره د دواړو هېوادونو له ظرفیتونو څخه د استفادې په اړه خبرې وشوې».

د یادولو وړ ده چې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د جمعې په ورځ ترکمنستان ته د دغه وزارت د پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.

دغه وزارت ویلي، چې د دغه سفر موخه د «افغان-ترکمن د سوداګریزو اړیکو» لومړی کنفرانس پرانیستل او د ګډ نندارتون جوړول وو.

که څه هم ترکمنستان د نورو هېوادونو په څېر د طا-لبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري.

د ترکمنستان، روسیې، چین او ایران په ګډون د سیمې هېوادونو تل له طا-لبانو سره پر خبرو ټینګار کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا