اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمه

عمران په درې کاله بند محکوم شو

دید خبري آژانس: اسلام اباد کې یوې محکمې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان په درې کاله بند محکوم کړ.

ښاغلی خان نن شنبه (د اسد ۱۴مه) د لاهور په ښار کې د پولیسو له خوا ونیول شو.

نوموړی د فساد له تورونو سره مخامخ دی، چې هغه یې رد کړی دی.

محکمې ویلي چې عمران خان د دولتي سوغاتونو د خرڅلاو له لارې ترلاسه کړې پیسې اعلان نه کړې او په دې برخه کې یې مجرم وګاڼه.

قاضي د هغه د سمدستي نيولو امر وکړ؛ د عمران خان وکیل رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې موکل یې په لاهور کې په خپل کور کې تر نیول کېدو وروسته توقیف خانې ته وړل شوی دی.

عمران له دې وړاندې د پولیسو له خوا نیول شوی و، چې په دغه هېواد کې پراخ لاریونونه وشول او د لومړي ځل لپاره خلک د پوځ مرکزونو ته ورغلل.

په همدې حال کې عمران خان له نیول کېدو وروسته له خپلو پلویانو وغوښتل چې د دې پرېکړې پر ضد مظاهرې وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا