اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمنطقیمهم مطالبنړۍ

د پاکستان لخوا د «انتخاباتو د درغلیو» د څیړلو لپاره د متحده ایالاتو غوښتنه رد شوه

ډید خبري اژانس: اسلام اباد د امریکا هغه غوښتنه رد کړې، چې د دغه هېواد په ټاکنو کې د لاسوهنې یا درغلیو د ادعاوو په اړه څېړنه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، هېڅ هېواد نه شي کولای اسلام اباد ته امر وکړي، چې خپلواکي ولري.

اغلې بلوچ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې اسلام اباد به د بهرنیو مداخله گرو ته تسلیم نه شي.

دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د وياند ميتو ميلر د هغې وينا په غبرګون کې شوي، چې تېره اوونۍ يې ويلي وو، چې د پاکستان په ټاکنو کې د لاسوهنې او درغلۍ په اړه هر ډول ادعا بايد د دغه هېواد د قانون له مخې په بشپړه او شفافه توګه وڅېړل شي.

اغلې بلوچ د دغو خبرو په ځواب کې وویل: موږ د پاکستان د کورنیو چارو په اړه د پرېکړې کولو پر خپل حاکمیت باور لرو.

د میتو ملیر دا غوښتنه د پاکستان د انتخاباتو د کاندیدانو په ځانګړې توګه د عمران خان د ګوند په ملاتړ د کاندیدانو له تورونو وروسته شوې ده. نوموړو نوماندانو د ټاکنو کمیسیون او د پاکستان اوسنی حکومت د ټاکنو په پایلو کې چې په بې ساري ځنډ سره اعلان شوي، په لاسوهنې تورن کړي دي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن او حکومت دغه تورونه رد کړي او له کاندیدانو او سیاسي ګوندونو یې غوښتي چې خپل شکایتونه د قانوني پروسې له لارې تعقیب کړي.

تر دې مخکې د امریکا د کانګرس شاوخوا ۳۵ ډیموکراټ غړو هم په یوه لیک کې له ولسمشر او د امریکا د بهرنیو چارو له وزیره غوښتي وو چې د پاکستان د وروستیو انتخاباتو په نتیجه کې راتلونکی حکومت په رسمیت ونه پیژني.

د پاکستان ملي انتخابات د فبرورۍ په اتمه ترسره شول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا