اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهټولنه

د ژغورنې نړیواله کمېټه: افغانستان د زرګونو شړل شویو کډوالو د جذب وړتیا نه لري

ډید خبري اژانس: د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د اسیا د څانګې مرستیال ویلي چې افغانستان لا هم له اقتصادي بحران سره مخ دی او د زرګونو راستنېدونکو کورنیو د جذب توان نه لري.

د ژغورنې د نړیوالې کمیټې د اسیا برخې مرستیالې نانسي ډینټ زیاته کړه چې د افغانستان وضعیت د خرابیدو احتمال شته.

نانسي ډینټ: دا هیواد نشي کولی هغه زرګونه کډوال کورنۍ جذب کړي چې راځي، او ډیری احتمال، دا به اقتصاد نور هم زیانمن کړي. نو په ټولیزه توګه د افغانستان وضعیت د خرابیدو احتمال شته. موږ د ژمي په لور روان یو او شرایط په چټکۍ سره خرابیږي.

په همدې حال کې د اقتصاد وزارت پر هېواد د بندیزونو لګول د افغانستان د اقتصادي بحران اصلي لامل ګڼي.

باید وویل شي چې له پاکستانه هره ورځ زرګونه کسان په زوره ایستل کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا