اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

یونیسف: د طا-لبانو له واکمنۍ وروسته ۱.۶ میلیونه خلک کډوال شوي دي

دید خبری آژانس: یونیسف اعلان کړی چی ۸،۲ میلیونه افغانان په ګاونډیو هیوادونو کی کډوال دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، له ۸،۲ میلیونو ډېر افغانان په ایران، پاکستان، تاجیکستان او ازبکستان هېوادونو کې ژوند کوي.

یونیسف په دې وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې اوږده کړکېچ د دې هېواد د اتباعو د کډوالۍ او پناه اخیستو لامل شوی دی.

د دغه راپور له مخې، د طا-لبانو تر واکمنۍ وروسته ۱،۶ میلیونه خلک کډوال شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰مې تر ۸،۲ میلیونو ډېر افغانان په بېلابېلو شرایطو کې په ایران، پاکستان، تاجیکستان او ازبکستان کې مېشت وو.

له دې جملې څخه ۲.۱ میلیونه کډوال ثبت شوي دي.

یونیسف زیاته کړه چې د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ نیمايي کې یې په پنځو ګاونډیو هېوادونو کې له افغان اتباعو او د هغوی د کوربه ټولنو له غړو سره مرسته کړې ده.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، په دغو هېوادونو کې ۲۱۰ زره مهاجر ماشومان د شري په وړاندې واکسین شوي، د ۱۳ زره په خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنه شوې او ۱۰۲ زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده.

یونیسف په ۲۰۲۳ کال کې د افغان ماشومانو، د هغوی د کورنیو او کوربه ټولنو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۶۶.۲ میلیونه ډالرو غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو بنسټونه د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا