اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

کابینې د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجې د دویمې مسودې طرحه تصویب کړه

د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه، د کابینې د غړو او والیانو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې نن غرمه په ارګ کې جوړه شوه.

د ارگ د راپور له مخی، په پیل کې جمهوررئیس غني د عامه ساتنې ملي تصدۍ عمومي ریاست د ویاند ضیا ودان پر موټر تروریستي برید د غندلو پر مهال د شهیدانو کورنیو، د کورنیو چارو وزارت منسوبینو او د هیواد رسنیو ټولنې ته یو ځل بیا د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګند کړل.
وروسته د هیواد جمهوررئیس د کابل پوهنتون او ۴۶ نورو پوهنتونونو له استاذانو او محصلینو سره د سولې اعمار د څرنګوالي په هکله چې د افغانستان د انکشاف او سولې ملي چوکاټ دویم سند (ANPDF II) له عمده موخو څخه ده د بحث او نظریاتو د تبادلې او سولې دویم پړاو مذاکراتو د ښه ترسره کېدو په موخه د ملي مذاکراتو پر ایجاد د تمرکز په اړه معلومات ورکړل او د دولتي مقاماتو له لورې یې د ټولنې له ټولو اقشارو سره د دغه ډول بحثونو پر دوام ټینګار وکړ.
ورپسې د کابینې له غړو اووالیانو وغوښتل شول چې د سولې بهیر په اړه د ملي افکارو د انسجام او بسیج او د ملي وجیبې او دسپلین په توګه په دقیق ډول د نظریاتو د توحید او تاریخي او نړیوال فکر د ایجاد لپاره هڅې وکړي.
جمهوررئیس غني ننګرهار ولایت ته د خپل وروستي سفر په اړه د معلوماتو وړاندې کولو پر مهال، ټولې مربوطه ادارې له اړوندو ولایتي رئیسانو سره د همغږۍ د پیاوړتیا، پر ولسوالیو، کلیو او ښاروالیو د تمرکز، ولایتونو سره د غوره همغږۍ په موخه د واضح کړنلارې ترتیبولو او د مرکز او ولایتونو د اړیکو د اسانتیا پر څرنګوالي موظفې کړې.
وروسته مالیې وزیر د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې دویمه مسوده غونډې ته وړاندې کړه وې ویل، د ۱۳۹۹ مالي کال په لړ کې د اختیاري مرستو تمویلوونکو ټول شرایط بشپړ شوي، په عادي بودجه کې ۱۲ سلنه سپما شوې او همدارنګه انکشافي بودجه د کرونا د ستونزو باوجود ۸۶ سلنه مصرف شوې ده.
همداراز د ماليې وزارت معین کابینې ته د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې دویمې مسودې وړاندې کولو موخه د ځینو اړتیاو موندل په ګوته کړل چې مخکې یې وړاندوینه نه وه شوې. نوموړي زیاته کړه، د دغو اړتیاو په پام کې نیولو سره په بودجه کې زیاتوالی او کموالی راغلی چې له امله یې د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجه کې هم زیاتوالی او تغییر راغلی او دا کار د کابینې بیاځلې منظوري ایجابوي.
هغه وویل، په دې مسوده کې د ۱۴۰۰ مالي کالي ملي بودجې سقف د (۲۰،۴۰۰) میلیارد پیشنهادي افغانیو په زیاتولو سره له (۴۵۲،۶۴۱) میلیارد افغانیو څخه (۴۷۳،۰۴۰) میلیارد افغانیو ته تغییر کړی چې له هغې جملې (۳۱۱،۱۹۹) میلیارد افغانۍ عادي بودجه او (۱۶۱،۸۴۲) میلیارد افغانۍ انکشافي بودجه ده او د بودجی کسر له قرضې او ریزرفي وجوه تمویلېږي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې له بحث او غور وروسته د ۱۴۰۰ مالي کالي ملي بودجې مسودې طرحه تصویب او مالیې وزارت یې موظف کړ چې د ملي شورا له لارې د هغه د پړاوونو پر بشپړولو عاجل اقدام وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا