اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

کانګرس یو ځل بیا له طا-لبانو سره د امریکايي چارواکو پر ناستې نیوکه وکړه

ډید خبري آژانس: د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر یو ځل بیا له طا-لبانو سره د امریکايي چارواکو پر ناستو نیوکه کړې او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

پرون په دوحه کې له طا-لبانو سره د امریکايي چارواکو د وروستۍ ناستې په غبرګون کې مایکل مک کال وویل چې دا ناستې به «طا-لبان نورمال کړي».

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر هم د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې رینا امیري د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان خلکو له امریکا نه له طا-لبانو سره د اړیکو غوښتنه کړې ده.

مک کال زیاته کړه، چې د افغانستان لپاره د مېرمن امیري له ټاکل کېدو راهیسې تر اوسه طا-لبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې ډېر ظالمانه فرمانونه صادر کړي دي.

د هغه په ​​وينا، له طا-لبانو سره د امريکايي چارواکو ناستې هم د افغانستان له ښځو او نجونو سره مرسته نه ده کړې.

امیري د قطر په دوحه کې د امریکايي استازو او طا-لبانو تر منځ له دوه ورځنۍ ناستې وروسته په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې «له طا-لبانو سره د مستقیمو خبرو پر اړتیا د افغانانو او د بشري حقونو د مدافعینو له پراخ ټینګار وروسته»، په دې غونډه کې برخه واخیسته.

د هغې دغه څرګندونې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې او د هېواد یو شمېر افغانانو په تېره بیا ښځو ویلي، چې له مېرمن امیري څخه یې دا ډول غوښتنه نه ده کړې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا