افغانستانروستي خبرونهسیاست

استاد عطا محمد نور:

د حکومتي مسئولینو د ناسم مدیریت له امله د هېواد سیاسي او امنیتي حالت مخ په خرابېدو دي

 

د بلخ والي او جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس عطا محمد نور یو ځل بیا د حکومت پر مشرتابه سخت انتقاد وکړ او ټینګار وکړ چې د حکومتي مسئولینو د ناسم مدیریت له امله د هېواد سیاسي او امنیتي حالت مخ په خرابېدو دي.

نومړې د مشرانو جرګې لومړي نائب زوی د سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې د خونړی برید په اړه وویل چې د جمعیت پر وړاندې یوه لویه توطیه پر لاره اچول شوې او ډیرې ژورې ریښې لري.

د جعمیت اسلامي اجرائیه رئیس ادعا وکړه، چې د جمعیت مشرانو پر ضد او ختمولو لپاره د سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې یوه لویه دسیسه جوړه شوې وه.

نومړې د وروستي تظاهراتو په اړه وويل، چې د هېواد اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د خلکو له حق څخه په دفاع کې پاتې راغلي دي.

د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس دغه څرګندونې په بلخ ولایت کې په یوه غوڼدې کې د وینا پر مهال وکړه.

په بلخ ولایت کې دغه غونډه د نوې سیاسي ائتلاف له جوړېدو وروسته په لومړی ځل جوړه شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د  “افغانستان د ژغورنې لپاره د ائتلاف عالي شورا” په نوم ايتلاف عالي شورا نږدې دوه اونی مخکې خپل موجوديت اعلان كړ.

د دغې تلوالې بنسټګر د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند، د محمد محقق په مشرۍ د خلکو اسلامي وحدت او د صلاح الدین رباني په مشرۍ د اسلامي جمعیت ګوندونه دي.

د دغو ګوندونو مشران وایي، په هېواد کې د نظام د سقوط او د ګډوډيو د مخنيوي لپاره سره راټول شوي ول.

په همدې حال کې ښاغلي نور وویل، چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د ائتلاف عالي شورا په نږدې راتلونکی به په پلازمینې کابل د خپل موجودیت اعلام کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا