اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

طا-لب چارواکی: پر اسرائیلو د ایران د بریا دعا کوو

ډید خبري اژانس: په هرات کې د طا-لبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال د اسرایلي رژیم پر ضد د ایران د بریدونو له پیلیدو وروسته وویل، موږ پر اسرائیلو د ایران د بریا دعا کوو، ځکه چې هیڅوک به له یهودانو څخه ونه سپموي.

په هرات کې د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله فیضان نن (۲۶حمل) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: موږ پر اسرائیلو د ایران د بریا دعا کوو، ځکه هیڅوک به د یهودانو له شر څخه خوندي نه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې په قطر کې د افغانستان د سفارت مشر محمد نعیم وردګ په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو د برید په اړه د ایران له غبرګون څخه دفاع او ملاتړ وکړ.

په قطر کښې د طا-لبانو د سیاسی دفتر مرستیال حنفی وردک هم په یو ټویټ کښې ولیکل: د ایران اسلامی جمهوریت حق لری چې د اسرائیلو د وروستیو تیریو په وړاندې له ځانه دفاع وکړی.

تېره ورځ د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې د طا-لبانو مشر ملا هبت الله په رسمي ډول د فلسطین مسله د ټول اسلام او مسلمانانو مسله وبلله او پر فلسطین یې د اسرائیلو یرغل او اشغال په کلکه وغانده.

په دغه پیغام کې د طا-لبانو مشر له مسلمانانو او اسلامي هېوادونو غوښتي چې د فلسطین له مسلمانو خلکو سره د امکان تر حده مرسته وکړي.

هغه دبشری حقوقو ددفاع لپاره د نړیوالو موسسو په عملی ملاتړ ټینګار وکړ او د غزې د خلکو د ظلمونو د ختمولو غوښتنه یې وکړه .

تر اوسه په کابل کې واکمنې ډلې پر اسرائیلو د ایران د غچ اخیستونکو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا