اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست

نصیر احمد اندیشه: د غزې د خلکو قتل عام باید نړۍ له پامه ونه غورځوي

ډید خبري اژانس: په جینوا کې د افغانستان استازي په فلسطین کې د تلپاتې سولې په رامنځته کېدو د ټینګار ترڅنګ وايي، نړۍ باید د غزې د خلکو په قتل عام او ظلم سترګې پټې نه کړي.

نصیر احمد اندیشه دا موضوع پرون (چهارشنبه، حمل ۸) په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې مطرح کړه.

هغه ټینګار وکړ نړۍ باید د غزې د خلکو په قتل عام او بې انصافۍ سترګې پټې نه کړی.

اندیشه زیاته کری: «اصلي لومړیتوبونه باید بې له ځنډه اړو کسانو ته بشري مرستې رسول او د ۱۹۶۷ په پولو کې د دوه دولتونو حل ترلاسه کول وي».

په ورته وخت کې، په اشغال شوي فلسطیني سیمو کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي فرانسیسکا البانیز اسراییل په غزه کې په «نسل وژنه» تورن کړل.

اغلې البانیز پرون په جینوا کې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته په خپل راپور کې وویل: «د منلو وړ دلایل شتون لري چې په غزه کې د یوې ډلې په توګه د فلسطینیانو په وړاندې د نسل وژنې د پلان د تایید لپاره کافي نښې شتون لري».

په هرصورت، اسراییل د راپور محتوا رد کړه او دا یې «د نسل وژنې کنوانسیون ښکاره تحریف» بللی و مخکې له دې چې ځانګړي راپور ورکوونکي حاضرو هیوادونو ته د خپلو تحقیقاتو پایلې اعلان کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا