افغانستانروستي خبرونهنړۍ

هاکابي سندرز:

 د افغانستان په اړه ستراتيژي تیاره شوې، بیا کتنه یې روانه ده

سپینه ماڼۍ وايي چې د افغانستان په اړه د ټرمپ د ادارې پالیسي تیاره شوې ده او ډېره ژر به اعلان شي. د سپينې ماڼۍ ویاندې سارا هاکابي سندرز په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې ټرمپ به ډېر ژر د افغانستان په اړه خپله ستراتيژي اعلان کړي. د نوموړې په وینا

د افغانستان په اړه پر ستراتيژۍ کار شوی دی او دمګړی پر هغه بیا کتنه روانه ده چې ډېره ژر به یې وروستۍ پرېکړې د ټرمپ له لوري اعلان شي.

تر دې وړاندې د افغانستان د جګړې په اړه ټول صلاحیت ددغه هېواد ددفاع وزارت ته ورکړل شوی و، چې د ډېری امریکايي سیاستوالو او سناتورانو له غبرګون سره مخ شو. ددوی په وینا پنټاګون به یوازې هڅه وکړي چې ستونزه د جګړې له لارې حل کړي په داسې حال کې چې د افغانستان ستونزه ديپلوماتیک او سیاسي حل ته اړتیا لري. افغان ولسمشر هم په وروستیو کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره مثبته ده او د افغانستان په ثبات او امنیت کې به مرسته وکړي.

 

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا