اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د اسرائیلي رژیم د جګپوړو پوځي چارواکو د استعفا یوه لویه څپه روانه ده

ډید خبري اژانس: د اسرائیلو د ۱۴ خبري چینل په یوه راپور کې د دغه رژیم د لوړ پوړو پوځي قوماندانانو او چارواکو د استعفاګانو د پراخې څپې په اړه اعلان وکړ.

موران کاتز د ډانیل هنګري د ټیم یو مهم غړی، د اسرائیلو د پوځ ویاند او د استخباراتو یوشمېر چارواکو د غزې د جګړې له امله خپلې استعفاوې اعلان کړې.

د دغه رژیم د پوځ د بهرنیو مطبوعاتو ویاند ریچارد هیچ هم په هغو کسانو کې دی چې استعفا یې کړې ده.

ویل کیږي چې د اسرائیلي رژیم د حکومت او پوځ تر منځ د جګړې د مدیریت او له جګړې وروسته د پلان پر سر ژور اختلافات موجود دي.

باید وویل شي چې د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلي رژیم په بریدونو کې د ۱۳۲۳۰ ماشومانو او ۸۸۶۰ ښځو په ګډون ۳۰۴۱۰ فلسطینیان وژل شوي او ۷۱۷۰۰ نور ټپیان شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا