افغانستانروستي خبرونهسیاست

د امنیتي سکتور لوړپوړو مقاماتو غونډه وکړه

د امنيتي سکټور لوړپوړو مقاماتو په خپله پرونۍ غونډه کې چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په مشري دایره شوې وه، د هېواد پر عمومي امنيتي وضعيت خبرې اترې وکړې.
د دید خبری آژانس په رپوت، په دې غونډه کې د هغو پرمختګونو په هکله راپورونه وړاندې شول چې د سيمه‌ييزو پوليسو او اردو د ادغام په برخه کې شوي دي.

دغه راز د کابل ـ باميان د فيصلې د تطبيق راپور هم واورېدل شو چې د امنيتي مسئولانو په وينا، د سيمه‌ييزو پوليسو او اردو په تشکيلاتي برخه کې د هماغې پرېکړې مطابق لازم او مهم پرمختګونه شوي دي.
په دې غونډه کې د ارزګان د استازيو هغه وړانديزونه او غوښتنې هم مطرح شوې چې څه موده مخکې يې له امنيت شورا سره شريکې کړې وې.

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر محب د خاورې او خلکو د ساتنې په موخه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ستاینې تر څنګ وویل، له ټروریزم او دښمنانو سره د دغو ځواکونو مبارزه او‌ مېړانه د قدر وړ دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا