اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

حقاني بهرنیو دیني عالمانو ته: اوس د افغانستان واک د دیني عالمانو په لاس کې دی

دید خبری آژانس: سراج الدین حقانی د اسلامی هیوادونو د عالمانو له پلاوی سره په کتنه کښې وویل، په افغانستان کښې اوس واک د دیني عالمانو په لاس کښې دی او هغوی د هیواد په ګټو کښې تر بل هر چا ښه پوهیږي.

د حقاني په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (قوس۱۱) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې سراج الدین حقاني زیاته کړه: دیني عالمان د هېواد په ګټو او لومړیتوبونو ښه پوهېږي.

دغه پلاوی د پنجشنبې په ورځ (قوس ۹) کابل ته راغلی او د بهرنیو چارو او د مهاجرینو له سرپرست وزیرانو سره یې جلا کتنې کړې دي.

حقاني له دغه پلاوي سره په لیدنه کې د دوی سفر له اسلامي نړۍ سره د نښلولو نقطه وګڼله.

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د فلسطین په اړه هم خبرې وشوې. د دغې خبرپاڼې په متن کې راغلي دي چې سراج الدین حقاني وویل: موږ د فلسطین د خلکو درد احساسوو او د یهودي نیواکګرو له ظالمانه او غیر عادلانه کړنو څخه ځوریږو.

د سراج الدین حقاني په وینا د فلسطین د مقاومت په نتیجه کې به فلسطین ازاد شي.

په ورته وخت کې هغه وویل چې د فلسطین له خلکو سره مرسته به د افغانانو لپاره یو ستر ویاړ وي.

له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کښې لیکلی وو چې د اسلامی نړۍ د عالمانو د ټولنې عمومی منشی علی قره داغی د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقی سره په کتنه کښې د حماس سیاسی مشر اسماعیل هنیه ته ځانګړی سلامونه وړاندې کړل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا