اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونه

امیري: د ښځو د ښکلا د سالونونو تړل افغانستان یو ظالم او منزوی جوړوي

ډیډ خبري اژانس: د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ښځو د ویښتانو د سالونونو د تړلو په غبرګون کې ویلي، چې دا کار به هېواد په یوه ظالم ځای بدل کړي.

د افغان ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په دې وروستیو کې په یوه ټویټ کې ویلي چې د ویښتانو په سالونونو د طا-لبانو بندیز د هغو ښځو د کار بل مهم ځای له منځه وړي چې د خپلو کورنیو د روزلو لپاره مبارزه کوي.

هغه لیکلي: دا بندیز له کوره بهر د ښځو لپاره یو له څو پناه ځایونو څخه یو له منځه وړي او هیواد یې په نړۍ کې په یو ظالمانه او خورا جلا ځای بدلوي.

باید وویل شي، چې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د څار ادارې هم د طا-لبانو د دغه فرمان په اړه غبرګون ښودلی او د هغه د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا