افغانستانروستي خبرونهسیاست

جمهوررئیس غني له یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د هیواد له یو شمېر قومي مشرانو او متنفذینو سره نن له غرمې مخکې، په ارګ کې وکتل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د هیواد له یو شمېر قومي مشرانو او متنفذینو سره نن له غرمې مخکې، په ارګ کې وکتل.
د ارگ مانی د راپور له مخه، په پیل کې اسدالله وفا، حاجي عبدالرحمن ځدراڼ، حاجي ملک عثمان، استاد محمد اکبري او معتصم اغا جمهوررئیس ته په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا او دویم ځلي ولسمشرکېدو د مبارکي پرمهال هغه ته په چارو کې د لا ډېرو بریاوواو په هیواد کې د تلپاتې سولې د تامین هیله وکړه.
یادو ویناوالو جمهوررئیس ته په خطاب کې وویل، ملت د خدمت، لاسته راوړنو او ملي برنامو په اساس تاسو ته په ټاکنو کې د باور رایه درکړه او په دغه حساس پړاوو کې باید ټول د تلپاتې سولې او ثبات د تامین او د جنګ د پایته رسولو لپاره سره متحد او یو ځای شي.
دوی په ټینګار سره وویل، هیواد او سیمه سولې او ثبات ته اړتیا لري او د سولې مذاکرات باید دولت محوره وي، ځکه دولت ملت ته ځواب ویونکی دی. هغوی جمهوررئیس ته وړاندیز وکړ چې د منتخب جمهوررئیس په توګه دې د هیواد او ولس د نېکمرغۍ، ثبات او سوکالۍ لپاره د ټولو اجماع او ملاتړ ورخپل کړي.
جمهوررئیس غني له یادو مشرانو څخه په مننې وویل، تاسو، د افغانستان ولس او جمهوریت د بریا د مبارکۍ مستحق یاست او د جمهوررئیس په توګه دا زما مسوولیت دی چې ملي بنسټونه ورغاوم، د خلکو ستونزو ته د رسیدګي په موخه د دولتدارۍ چارې په ښه توګه سنبال کړم.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د ټاکنو له بریالي ترسره کېدو وروسته دا زموږ ټولو مسوولیت دی چې شخصي مسایل یوه لورته کړو، له جنګ او ناورین څخه د هیواد او ولس د نجات، د باعزته سولې د تامین او د ولس ستونزو ته د رسیدګي په موخه لا سره متحد او یو ځای شو.
د هیواد جمهوررئیس وویل، ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مې لارښوونه کړې چې د لاریونونو او اعتراضونو پر وړاندې د قوې د استعمال اجازه نه لري، ځکه زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه زموږ ملي پانګه ده او باید په وړو سیاستونو او اختلافونو کې ښکېل نشي.
جمهوررئیس غني وویل، د تاریخ په دې پړاوو کې موږ متحد، منسجم او ملي ټیم ته اړتیا لروچې افغانستان له څلوېښت کلن بحران څخه وباسي. هغه زیاته کړه، سوله ټولو افغانانو پورې اړه لري، ټول ولس او شخصیتونه باید په کې شامل وي.
محمداشرف غني دېته په اشارې چې د سولې ادرس د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دی وویل، د مذاکره کوونکي پلاوي واکونه محدود دي. پلاوي کې باید انعطاف موجود وي په دې مانا چې موضوعاتو او اړتیاوو ته په کتو به په کې بدلون راځي او موثریت به ولري.
هغه زیاته کړه، د مذاکراتو موخه د جنګ پایته رسېدل او د تلپاتې سولې او ثبات تامین دی. ولس سولې ته چمتو دی او دوی په تېر اوربند کې خپل ظرفیت وښوده. طالبانو ته مې پیغام دادی چې د سولې په اړه باید نتیجې ته ورسېږي او د هیواد او ولس د خدمت لپاره د ولس ارادې ته تسلیم شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا