افغانستانروستي خبرونه

په سمنګان کې ۱۲ طالب ترهګر وژل شوي دي

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي، چې په تېرو دوو ورځو کې ۱۲ ترهګر د سمنګان ولایت په دره صوف پایین ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

نصرت الله جمشیدي د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي مسوول د دید خبرګزارۍ ته ویلي دي : د البرز ۶ عملیاتو په تداوم کې په دره صوف پایین ولسوالۍ کې د سه شنبې په شپه ۶ ترهګر طالبان وژل شوي دي او ۷ د  کوتل زید وري کې وژل شوي دي .

همداراز په همدې سیمه کې یوه ورځ روسته په هوايي برید کې ۶ ترهګر وژل شوي دي . سربېره پردې ۳ ترهګر نور ټپیان او ۳ میله کلاشینکوف یو میل راکټ لانچر او ۱۳ موټر سایکلونه د ملي اردو ځواکونو ته په لاس ورغلي دي .

همداراز ۲ کړۍ ماینونه  او چاودېدونکي توکي هم خنثی شوي دي .

ویل کېږي، چې د قندوز ولایت د  امام صاحب د ولسوالۍ په الف بیردي سیمه کې په یوه هوایي برید کې ۳ تنه نور یې ټپیان دي .

همداراز د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د امیرجبار په سیمه  کې هغه ماین هم خنثی شوی، چې طالبانو ایښی و .

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا