اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونهټولنه

د کابل په لویدیځ کې چاودنه شوې ده

ډید خبري اژانس: راپورونه وايي، د کابل لوېدیځ د مهتاب قلعه ګلې په سیمه کې درنه چاودنه شوې ده.

چاودنه نن ماښام شاوخوا ۶ بجې د مسافر وړونکي موټر په منځ کې وشوه.

دا پېښه د مهتاب کلا په ګولايي سيمه کې او د محمد علي جناح روغتون مخې ته شوې ده.

تر اوسه د پېښې نوعیت او مرګ ژوبله نه ده معلومه.

د طا-لبان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې هم کلپ ميوند په سيمه کې د بيکرۍ سټيشن مخې ته د چاودنې له امله مرګ ژوبله اوښتې وه.

داعش ترهګرې ډلې د دغې چاودنې مسولیت په غاړه واخیست.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا