اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

اوچا په افغانستان کې د مرستو د کمښت په اړه اندیښنه څرګنده کړه

دید خبري آژانس: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په افغانستان کې د مرستو پر کموالي اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، چې په دغه هېواد کې به ډېری بشري پروګرامونه ودرول شي.

اوچا نن یکشنبه (د کب۱۳مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې سږ کال افغانستان ته د اړتیا وړ ۳،۶ میلیارده ډالرو له ډلې یوازې ۸۷ میلیونه ډالر ورکړل شوي دي.

د دغه بنسټ په وینا، د ملګرو ملتونو بشري همکارانو تېر کال په افغانستان کې له ۳۲،۱ میلیونو انسانانو سره لږ تر لږه یو ډول مرستې کړې دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي وو، چې افغانستان د شته نابرابریو او زیانونو له امله له یوه پېچلي بشري ناورین سره مخ دی، چې په کې د ټولنیزو او روغتیايي خدمتونو نسبي سقوط هم شامل دی.

اوچا وویل چې په ۲۰۲۴ کال کې د روغتیا په برخه کې د دغه سازمان همکاران په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۳۶۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا