افغانستانروستي خبرونهسیمه

افغانستان ته د پاکستان نوی سفیر

پاکستان د افغانستان د پخواني سفير ابرابر حسين پر ځای نوی سفير زاهد نصرالله ټاکلی دی.
د پاکستاني رسنيو د راپور سره سم، نوی سفير د صدراعظم نوازشريف په امر ټاکل شوی او ورته يې لارښوونه کړې، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو ښه کولو او د بې باوريو د له منځه وړلو لپاره دې هلې ځلې وکړي.
سرچينې زياته کړې، چې نوازشريف څو ورځې مخکې د بهرنيو چارو وزارت ته ورغلی و او د مامورينو سره له ليدنې وروسته يې دغه پريکړه وکړه.
اوسمهال شهباز حسين په کابل کې د پاکستان د سرپرست سفير په توګه کار کوي.
ټاکل شوې ده، چې د پاکستان نوی سفير زاهد نصرالله به څلور ورځې وروسته د پنج شنبې په ورځ خپله رسمي دنده پيل کړي.
تر دې مخکې ابرار حسين په کابل کې د پاکستان سفير و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا