اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاست

نړیوال بانک له افغانستان سره ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

ډید خبري اژانس: نړیوال بانک اعلان کړی، چې له افغانستان سره د مرستې لپاره پر نوې پالیسي غور کوي او د ښځو د کار د ملاتړ لپاره به ۳۰۰ میلیونه ډالره ورکړي.

رویټرز د دغه بانک په حواله راپور ورکړی چې اجراییوي بورډ د پنجشنبې په ورځ (دلو ۲۶) د دې نوې کړنلارې د یوې برخې په توګه غواړي چې د دې بانک د نړیوالې پراختیایي ټولنې له بودیجې څخه شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالره د نړیوالو مرستندویه موسسو له لارې بې وزلو هیوادونو ته ورکړي.

دغه بانک ویلي چې مرسته شوې پیسې به د «۳٫۰» طریقې په نوم د طا-لبانو له کنټرول او لاسرسۍ بهر وي.

په پام کې ده چې دغه رقم په راتلونکو ۱۵ میاشتو کې (د ۲۰۲۵ کال تر جون پورې) مرستندویه موسسو ته ورکړل شي، خو لومړی باید د دغه بانک اجرایوي بورډ تصویب کړي.

د دې مرستې موخه د ښځو د کارموندنې، حیاتي خدماتو لکه خواړه، اوبه، روغتیا او تعلیم ملاتړ دی.

د یادولو وړ ده چې دا د نړیوال بانک لومړنۍ نغدي مرسته ده چې د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان ته انتقالیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا