اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

اردوغان په نړیواله محکمه کې د اسراییلو د محاکمې غوښتنه وکړه

ډید خبري اژانس: د ترکیې ولسمشر د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره په خبرو کې د غزې په تړانګه کې د جنګي جنایتونو په خاطر په نړیواله محکمه کې د اسرائیلي رژیم د محاکمې غوښتنه وکړه.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره په ټیلیفوني خبرو کې د غزې د جګړې په تړاو د اسراییلي رژیم د محاکمې غوښتنه وکړه.

دوی د غزې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر غونډې مخکې چې ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ (قوس ۸) په نیویارک کې جوړه شي، په ټیلیفوني خبرو کې خبرې وکړې.

ګوتریش او اردوغان د نړیوالې ټولنې د توقعاتو، د اسرائیلي رژیم د ناقانونه بریدونو، د غزې اوسیدونکو ته د بشري مرستو د رسولو او د تلپاتې سولې د رامنځ ته کولو په هڅو خبرې وکړې.

د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر د اردوغان په حواله یوه بیانیه خپره کړې او ویلي یې دي: «د نړیوالې ټولنې په نظر اسراییل له نړیوالو قوانینو، د جګړې له قوانینو او نړیوالو بشردوستانه قوانینو څخه سرغړونې کوي او باید د هغو جنایتونو حساب ورکړي چې د دوی پر ضد یې کړي دي».

په همدې حال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر غزې د اسراییلو د هوايي بریدونو له پیله تر اوسه لږ تر لږه ۱۵ زره فلسطینیان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي. دا بریدونه د حماس لخوا په اشغال شوې خاوره د برید نه وروسته پیل شوي چې په ترڅ کې یې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول.

ترکيې پر غزې د اسرائيلي رژيم په بريدونو سختې نيوکې کړي او د سمدستي او دايمي اوربند او د يوه خپلواک فلسطيني دولت د جوړېدو غوښتنه يې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې اردوغان له دې مخکې هم پر غزې د اسرائیلي رژیم بریدونه نسل وژنې بللي او دغه رژیم یې ترهګر بللی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا