اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

امیرخان متقي پاکستاني پلاوي ته: د لفظي شخړې پر ځای دې د ستونزې لامل معلوم کړو

ډید خبري اژانس: د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له پاکستاني پلاوي سره په کتنه کې هغوی ته لارښوونه وکړه چې د لفظي شخړو او رسنیزو څرګندونو پر ځای دې د ستونزو لاملونه ومومي.

د طافلبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر په اړه یو بیان خپور کړی دی.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ویلي دي چې دغه پلاوي د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتیوت د مشر سهیل محمود په مشرۍ په کابل کې د دغه هیواد له سفیر عبدالرحمن نظاماني سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې اترې کړي دي.

په دې غونډه کې د طا-لبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وویل، دا ډله ژمنه ده او ډاډ ورکوي چې د افغانستان په خاوره کې به هیچا ته زیان نه رسیږي.

هغه زیاته کړه: «موږ باید د یو بل په ښه نیت شک ونکړو او د هرې ننګونې قضیې څخه مخنیوی وکړو».

ښاغلي متقي وویل، ځینې ستونزې د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي او د «لفظي شخړې» او «رسنیو څرګندونو» پر ځای باید د دغو ستونزو پر لاملونو پوه شي.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ مشر په دې کتنه کې د پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه پیښو او اندیښنو ته په اشارې سره وویل: «موږ هیله لرو چې شته ستونزې به د تفاهم له لارې هوارې شي».

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې د ترهګرو بريدونو کچه لوړه شوې او دا دويم ځل دى، چې پاکستاني پلاوي کابل ته سفر کړى او له افغان طا-لبانو يې غوښتي، چې دغه بريدونه ودروي.

خو په کابل کې طا-لب چارواکي دا د پاکستان د امنیتي او استخباراتي ادارو کمزوري ګڼي او وايي چې «افغانستان هېڅ هېواد ته امنیت نشي برابرولی».

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا