اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

د ژغورنی ملي مقاومت شورا د پرېکړه لیک او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو هرکلی

ډید خبري اژانس: د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا د ملګرو ملتونو د ۲۷۲۱ پریکړه لیک د صادرولو له امله د مننې ترڅنګ، د افغانستان د حالاتو او کړکیچ په اړه د ملگرو ملتونو ځانګړي استازي د ټاکل کیدو هرکلی کړی دی.

دې شورا د یکشنبې په ورځ (جدي ۱۰) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک د صادرېدو هرکلی وکړ.

د ملي مقاومت د نجات شورا په اعلاميه کې ويل شوي چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د وروستي پرېکړه ليک په صادرولو سره افغانستان د نړيوالې ټولنې د پام وړ ګرځېدلی دی.

يادې شورا په شپږو ټکو کې د يوه پرېکړه ليک په صادرولو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه خپل دريځ څرګند کړى دى.

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې دغه شورا د پرېکړه لیک د تطبیق لپاره د مهالوېش د رامنځته کېدو ستاینه کوي او هیله لري، چې پایله به یې د خلکو د ارادې او د عادلانه سولې د تامین لپاره د یوه ټول شموله نظام د رامنځته کېدو لامل شي.

په ياده اعلاميه کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو موضوع ولوستل شوه او له ملګرو ملتونو غوښتل شوي چې د ځانګړي استازي په ټاکلو کې له احتياط څخه کار واخلي.

د اعلامیې په یوه برخه کې د بشري حقونو پر موضوع بحث شوی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پریکړه لیک کې د دې موضوع د شاملولو او د افغانستان د وضعیت د بدلون لپاره د لارې د نقشې د برخې په توګه د هغې د شاملیدو هرکلی شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا