افغانستانروستي خبرونهورزش او ځوانان

د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمیټې، د (MCC) سره لوبیدونکې افغان لوبډله اعلان کړه


ایم سي سي (MCCC) یا مېریلي بورن کرکټ کلب د نړۍ د کرکټ د قوانینو جوړوونکی کلب دئ، چي د نړۍ په کچه د کرکټ د ودي له پاره کار او هلي ځلي کوي، چي یو شمېر افغان لوبغاړو یې هم د نړۍ د نورو لوبغاړو په څېر غړیتوب درلود.
د دې کلب سره افغان ملي لوبډله د جولای میاشتي پر (۱۱۱مه) د لندن په لارډز لوبغالي یا سټوډیوم کي یوه پینځوس آوریزه لوبه لري، چي د کرکیټ بورډ د غوراوي کمېټې هم د دې لوبي له پاره د لوبغاړو لیستاعلان کی او کرکیټ بورډ هیله من دئ، چي افغانان به دا لوبه ګټي.
ایم سي سي (MCCC) یا د نړۍ د غوره یوولس کسیزه لوبډلي سره په لارډز سټوډیوم کي، چي د نړۍ د کرکټ د کور په نوم هم یادیږي، لوبه کول یو تاریخي ارزښت لري او د نړۍ هر پیاوړی لوبغاړی په دغه لوبغالي کي د لوبېدو هیله لري.
د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د ایم سي سي (MCCC) سره لوبه یو ملي ویاړ بولي او ټولو ملي لوبغاړو ته په دغه تاریخي لوبه کې د بریالیتوب دعا کوي.
سریلانکا د زیمبابوې څخه د پینځوس آوریزه سیریز دوهمه لوبه وګټل.
زیمبابوې د سریلانکا سره د سریلانکا په کوربه توب په پینځوس آوریزه سیریز کي پینځه لوبي د جون د (۳۰مي) څخه د جولای تر (۱۰مي) لري، چي اوله لوبه ئې زیمبابوې د (۶) ویکیټو په توپیر، خو دوهمه لوبه سریلانکا د (۷) ویکیټو په توپیر وګټل.
په دې لوبه کي ټاس سریلانکا وګټی او اول ئې بالینګ واخیستی.
کله چي د زیمبابوې لوبغاړي بیټینګ ته راغلل، نو تر (۳۴م) آوره ئې ټول ویکیټونه بایلل.
د دوی په لوبغاړو کي (هامیلټون مَسَکډزا ۴۱ او مالکوم والر ۳۸۸) منډي وکړلې او په سریلانکايي بالرانو کي (لَکشَن سنداکَن) څلور ویکیټه، (وانیدو هَسَرَنګا) درې او (نووان پرَدیپ، دانوشکا ګوناټیلاکا او اسیلا ګونارتنې) یو یو ویکیټ واخیستی.
کله چي سریلانکایان بیټینګ ته راغلل، نو تر (۳۱۱م) آوره ئې د درو ویکیټو په بایللو سره د زیمبابوې ور کړل سوی هدف ور پوره کی او لوبه ئې د (۷) ویکیټو په توپیر وګټل.
د دوی په لوبغاړو کي (اپول ترَنګا ۷۵ او نیروشان ډېکویلا ۳۵) منډي وکړلې.
او د زیمبابوې په بالرانو کي (ټينډای چَټارا ۲ او ګرېم کریمر ۱۱) ویکیټ واخیستی، چي په لوبه کي غوره لوبغاړی هم د سریلانکا (لَکشن سنداکن) و ټاکل سو، ځکه ده په لوبه کي څلور مهمه ویکیټه اخیستي وه.
د یادوني وړ ده، چي د دې سیریز درېیمه لوبه را روانه پنجشنبه ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا