اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د لوړو زده کړو وزارت له پوهنتونونو غوښتي چې له اجازې پرته دې له بهرنیو موسسو سره تماس ونه نیسي

دید خبری آژانس: د لوړو زده کړو وزارت له خصوصي او دولتي تحصیلي بنسټونو غوښتي، چې د وزارت له اجازې پرته دې له بهرنیو موسسو او بنسټونو سره اړیکې ونه نیسي.

دغه وزارت په یوه مکتوب کې ویلي، چې په دې وروستیو کې د تعلیمي ادارو یو شمېر مسوولینو د سفارتونو، موسسو او بهرنیو بنسټونو له استازو سره لیدنه کتنه کړي او له همغږۍ پرته یې تعلیمي بنسټونو ته د بهرنیو بنسټونو د استازو د راتګ زمینه برابره کړې ده.

د لوړو زده کړو وزارت وايي، دا کار د دغه وزارت د اداري معیارونو او پالیسۍ خلاف دی.

د طا-لبانو د لوړو زده کړو وزارت ویلي دي چې د تحصیلي بنسټونو مسوولین باید د بهرنیو موسسو او نړیوالو موسسو له استازو سره تر لیدو مخکې وزارت ته خبر ورکړي او د بهرنیو اړیکو او تحصیلي بورسونو د ریاست له ادرسه دې رسمي اجازه ترلاسه کړي.

خو د خصوصي تعلیمي موسسو مسؤلین وايي، چې پر دغو بنسټونو د بندیزونو لګول به د دې لامل شي، چې دوی به له لاسه ورکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا