اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

ملګري ملتونه: سږکال په افغانستان کې له پنځو میلیونو ډېرو خلکو نقدي مرستې ترلاسه کړي

دید خبري آژانس: د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی، چې سږ کال په افغانستان کې ۵،۷ میلیونه کسانو نقدي مرستې ترلاسه کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د شنبې په ورځ (د اسد ۱۴مه) په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې دغه مرستې د دغه سازمان له خوا د ملګرو ملتونو د بېړنیو حالاتو د وجهي صندوق، د فرانسې حکومت او د جاپان د حکومت په همکارۍ ووېشل شوې.

دې ادارې زیاته کړه چې مرستې د خوراکي توکو مرستې ته د اړتیا کمولو، د ځایی اقتصاد وده او ترلاسه کونکو ته د دوی د پیرودلو په اړه ډیر کنټرول ورکولو په هدف ویشل شوې.

دې ادارې د دې مرستو د اندازې په اړه جزئیات نه دي ورکړي چې هر کس ته ورکول کیږي.

د خوړو نړیوال پروګرام تر دې وړاندې هم په افغانستان کې پر اړمنو خلکو د نقدي مرستو د وېش اعلان کړی و.

د ملګرو ملتونو د ادارې د تازه شمېرو له مخې اوس په افغانستان کې د مرستو د اړتیا وړ کسانو شمېر ۲۹،۲ میلیونو ته رسېدلی دی.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د پرمخ بیولو لپاره په بودیجه کې د پام وړ کموالی اعلان کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا