اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

ګوترش د ایران له ولسمشر سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

ډید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو سرمنشي د عمومي اسامبلې په څنډه کې د ایران له ولسمشر سره د افغانستان او یمن پر کړکېچ خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو ویاند ویلي، انتونیو ګوتریش او ابراهیم رئیسي د برجام تړون او سیمه ییزو اړیکو په اړه هم خبرې کړې دي.

د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په ۷۸مه عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللي دي. دغه غونډه نن سه شنبه (د سلواغې ۲۸ مه) پیل شوې ده.

انتونیو ګوتریش وړاندې ویلي وو، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د ټولو اندېښنو مرکز دی او دا موضوع به د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د اجنډا په سر کې وي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو جدي محدودیتونه وضع شوي او دا مهال دغې ډلې ته د زده کړې او کار اجازه نه ورکول کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا