اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

پر اسراییلي رژیم برید؛

په کابل کې د ایران سفارت: موږ خپله ژمنه پوره کړه

ډید خبري اژانس: په کابل کې د ایران سفارت وايي، تهران د صهیونیسټي رژیم د تیري په ځواب کې د خپل ځان د دفاع د ذاتی حق د پلي کولو په برخه کې خپله ژمنه پوره کړه.

په کابل کې د ایران سفارت د اسرائیلي رژیم د پوځي تیري په اړه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې تهران خپله صادقانه ژمنه پوره کړه.

سفارت زیاته کړه: د ایران اسلامی جمهوریت خپله صادقانه وعده پوره کړه او له خپل ځانه د دفاع له خپل حقیقي حق څخه په استفادې او د پرله پسې پوځي تیریو په ځواب کښې صهیونیسټ رژیم په خپلو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو سره په نښه کړل.

د يادونې وړ ده، چې ايراني توغنديو او بې پيلوټه الوتکو له زرو کيلومترو څخه زيات سفر او د اوسپنې د گنبد له ننوتلو وروسته د اسرائيلو ځينې نقطې په نښه کړې.

اړونده مقالې

دکمه بازگشت به بالا