اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

طا-لبان: شکر دی چې د امریکايي استعمار د ماتې له کلیزې څلور ورځې وروسته د خپلواکۍ ورځ لمانځو.

دید خبري آژانس: طا-لبانو د اسد ۲۸ د هېواد د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، د ویاړ خبره ده، چې د امریکايي استعمار د ماتې له کلیزې څلور ورځې وروسته دغه ورځ لمانځي.

د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ (د اسد ۲۸) په یوه پیغام کې ویلي، چې «د افغانستان مجاهدینو او مېړني ولس د ۱۹مې پېړۍ زبرځواک نیواکګر ځواکونه له خپلې خاورې ایستلي او خپله خپلواکي یې ترلاسه کړې ده».

نن د هېواد د خپلواکۍ له۱۰۴ مې کلیزې سره برابره ده. د افغانستان پخواني شاه امان الله خان د ۱۲۹۸ کال د اسد په ۲۸ نیټه د هیواد خپلواکي اعلان کړه. پخوا هم دغه ورځ په رنګارنګ ډول لمانځل کېده.

مجاهد زیاته کړه: دا د ویاړ او ویاړ ځای دی، چې موږ د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ورځ په داسې حال کې لمانځو، چې له نن څخه څلور ورځې وړاندې (د اسد ۲۴) د امریکايي استعمار د ماتې ورځ ولمانځل شوه.

د طا-لبانو ویاند ویلي چې «د بریتانیا، پخواني شوروي اتحاد، امریکا او ناټو ماتې وښوده چې افغانستان یو نه ماتیدونکی هېواد دی، خلک یې پیاوړي مسلمانان، متحد او د خپلواکۍ مینه وال دي».

نوموړي زیاته کړې، چې دوی «د اسلامي شریعت پر بنسټ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په سالمو اړیکو باور لري، او لکه څنګه چې یې هېڅکله د چا د ظلم او ضرر اراده نه درلوده، له نورو هم هیله لري، چې دا ډول تګلاره تعقیب کړي».

خو په افغانستان کې د طا-لبانو د واکمنۍ له دوو کلونو وروسته تر اوسه هېڅ هېواد د دوی واکمني په رسمیت نه ده پېژندلې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا