افغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاست

د پاکستان سوداګریز پلاوی نن کابل ته راځي

ډيډ خبري اژانس: د پاکستان د سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو لوړ پوړی دولتي پلاوی په څو ساعتونو کې له طا-لب چارواکو سره د درې ورځنۍ ناستې لپاره کابل ته راځي.

د پاکستان سوداګریز پلاوی نن کابل ته راځي

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، ټاکل شوې دغه پلاوی نن دوشنبه (د سرطان ۲۷مه) د طا-لبانو د موقت حکومت له چارواکو سره د درې اړخیزې ناستې لپاره کابل ته راشي او د سوداګریزو مسایلو، ټرانزیټ، د افغانستان د ډبرو سکرو د وارداتو او ټرانسپورټ پر اسانتیاوو خبرې وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې په کابل کې به د پاکستاني او افغان چارواکو د ناستې په ترڅ کې د سوداګرۍ، ترانزیت، د ټرانسپورټ د اسانتیاوو او د سرحدي مسایلو په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وشي.
دا غونډه د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ، ترانزیټ، ارتباطاتو او اقتصادي همکاریو په برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د روان بهیر دوام دی.
کابل ته د دغه پلاوي درې ورځنی سفر په داسې حال کې دی، چې پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات د نړیوالو نرخونو پر اساس زیات شوي دي.
له بلې خوا پاکستان ته د ډبرو سکرو زیات صادرېدل د افغانستان د خلکو له سختو نیوکو سره مخ دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا