اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

ملا برادر د کابل-شانګهای دهلېز پرانېسته: د کډوالو ځورول د منلو وړ نه دي

ډید خبري آژانس: د اقتصادي چارو مرستیال ملابرادر اخند د کابل-شانګهای هوايي دهلېز له پرانستلو وروسته ویلي، چې په ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالو ځورونه د زغم وړ نه ده.

د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن یکشنبه (۱۶ میزان) د کابل-شانګهای هوايي دهلېز پرانیست.

په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال له هغو هېوادونو مننه وکړه چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته ژمن دي او له سوداګرو سره ښې اړیکې لري.

هغه زیاته کړه، که د هېواد اقتصادي وضعیت مخ په ښه کېدو وي، دا د سوداګرو او صنعتکارانو د هڅو پایله ده.

ملا برادر: د یو هېواد د پرمختګ او پر ځان بسیاینې لپاره امنیت خورا مهم دی، له نېکه مرغه په ​​ټول هېواد کې امنیت تامین شوی او له همدې امله په هېواد کې دننه او بهر له افغان پانګوالو غوښتنه کوو چې راشي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

د نوموړي په وینا، اسلامي امارت له ګاونډیو، سیمې او نړۍ سره د متقابل درناوي د اصولو پر بنسټ مثبت تعامل غواړي، په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو ځورونه د زغم او منلو وړ نه ده.

برادر د خپلو خبرو په پای کې وویل، هرات ولایت ته د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو د څېړلو په موخه هرات ولایت ته سفر کوي.

هغه له شتمنو هېوادوالو وغوښتل چې په دې سختو شرايطو کې د هرات او د هغه ګاونډيو ولايتونو له زيانمنو شويو کورنيو سره مرسته وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا