اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاست

متقي د چین له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د عینک د مسو کان د عملي کار د پیل غوښتنه وکړه

ډید خبري اژانس: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیاوینګ سره په لیدنه کې د عینک د مسو پروژې د عملي کار غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه (قوس۲۷) اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان په چارو کې د چین له ځانګړي استازي یو شیاوینګ سره په کتنه کې د عینک د پروژې د عملي کار پر پیل ټینګار وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم په کابل کې د چین له استازي سره د متقي د لیدنې خبر ورکړی دی.

بلخي وويل، چې په دې کتنه کې د دوه اړخيزو اړيکو پر وروستيو پرمختګونو او په افغانستان کې د چين د پانګونې په اړه خبرې وشوې.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير په بېجينګ کې د خپل سفير د کار پيل يو مهم پرمختګ وباله او په نړيوالو فورمونو کې يې د چين د دريځونو ستاينه وکړه.

د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي، د چين استازي متقي ته ويلي، چې هېواد يې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی لري او هېڅکله به د دغه هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

د بلخي په وينا، متقي ټينګار وکړ، چې د عينک د مسو پروژې عملي کار دې پيل شي او ډاډ يې ورکړ، چې د طا-لبانو پر وړاندې مسوولې ادارې په دې برخه کې بشپړ چمتووالى لري.

د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړه چې د چين ځانګړي استازي ټينګار وکړ چې د دواړو هېوادونو اړوند بنسټونه بايد د عينکو د مسو د پروژې د عملي پيل په برخه کې زيات کار وکړي.

د عینک د مسو کان په افغانستان کې د مسو تر ټولو لوی او په نړۍ کې د مسو دوهم کان دی. دغه کان د لوګر ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې موقعيت لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا