اسلایدشوافغانستاند سولی پروسیروستي خبرونهسیاست

ارګ: د متحده ايالاتو او نورو متحدینو له لوري به د افغان ځواکونو ملاتړ او مرستې دوام ومومي

د افغانستان اسلامي جمهوریت د متحده الایاتو د جمهور رئيس جوباېډن د هغې پرېکړې درناوی کوي چې له مخې به یې د روان کال تر سپتمبر میاشت پورې د هغه هیواد ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. افغان دولت به د دغه پروسې په ترسره کېدو کې لازمه همکاري وکړي.


د جمهوری ریاست د اعلامیه پر بنست، د ۲۰۲۰ کال په فېبرورۍ کې د متحده ایالاتو او طالبانو له هوکړې راهیسې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه زیاتره عملیات په مستقلانه توګه ترسره کوي او د خپلو خلکو او هیواد ساتنه کوي.
اعلامیه وایی: زموږ ځواکونه د اوسنیو ګواښونو پر وړاندې د هیواد د ساتنې وړتیا لري. یو وار بیا ټينګار کوو چې د سولې روانه پروسه هم د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو نتیجه ده او افغان ولس د دوی د قربانیو منندوی دی.
په عین وخت کې ډاډ راکړل شوی چې د متحده ايالاتو او نورو متحدینو له لوري به د افغانستان له حکومت سره د افغان ځواکونو ملاتړ او بشري او پراختیايي مرستې دوام ومومي. د افغانستان اسلامي جمهوریت، متحده ایالات او نور متحدین به د مناسباتو د نوي پړاو او خصوصاً د سولې پروسې چټکولو په برخه کې په جزیاتو خبرې اترې وکړي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت چمتو دی چې د مشترکو ګټو او متقابل درناوي او اعتماد پر اساس له متحده ایالاتو او ناټو متحدینو سره د همکارۍ نوی پړاو پيل کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا