روستي خبرونهسیاستنړۍ

ناټو خپل د چټک غبرګون ځواک له ۴۰ زره څخه ۳۰۰ زره ته زیاتوي

د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) عمومي منشي ویلي دي چې دا سازمان به د خپلو چټک غبرګون ځواکونو شمیر له ۴۰ زره څخه ۳۰۰ زره ته لوړ کړي.

ناټو خپل د چټک غبرګون ځواک له ۴۰ زره څخه ۳۰۰ زره ته زیاتوي

بلخوا د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون مادرید کې وویل چې ناټو به د دې اتحاد په ختیځ کې خپل جنګي ټیمونه د لوا تر کچې پیاوړي کړي.
هغه زیاته کړه چې د ناټو متحدین به د کړکیچ په وخت کې د ځواب ویلو لپاره خپل ظرفیتونه نور هم پیاوړي کړي.
په ورته وخت کې روسیې په ختیځه اروپا کې د ناټو د پوځي تجهیزاتو او وسلو د ځای پر ځای کولو خبرداری ورکړی دی.
ناټو ویلي چې له سړې جګړې وروسته به دا اقدام د خنډونو او دفاع لپاره تر ټولو ستر بدلون وي چې لا ډېرې پانګونې ته اړتیا لري.
سټولټنبرګ زیاته کړه چې د ناټو غړي هیوادونه به نن د خپلو دفاعي لګښتونو ارقام خپاره کړي چې دا به په پرله پسې توګه د اتم کال لپاره زیات شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا