اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

اندونیزیا دغه هېواد ته د طا-لبانو د پلاوي سفر غیر رسمي بللی دی

ډيډ خبري اژانس: له هغو راپورونو وروسته چې ګواکې طا-لبانو اندونیزیا ته یو پلاوی لېږلی، جاکارتا اندونیزیا ته د دغه پلاوي وروستی سفر غیر رسمي بللی دی.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دې میاشتې په پیل کې د دغه هېواد پلازمېنې جاکارتا ته د طا-لبانو د پلاوي سفر یو «غیر رسمي» سفر و.

دا څرګندونې د اندونیزیا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند توکو فیضیه پرون فرانس پریس خبري اژانس ته وکړې.

توکو فیضيه ټینګار وکړ: زما انګیرنه دا ده چې دوی [د طا-لبانو د پلاوي غړي] په غیر رسمي ډول جاکارتا ته د افغانستان د ماموریت د داخلي چارو لپاره تللی وو.

  هغه زیاته کړه، اندونیزیا ته د طا-لبانو د استازو دغه سفر د یوه پلاوي په نوم نه شي بلل کېدای، ځکه دغه پلاوی کېدای شي مراسم هم شامل وي.

تر دې مخکې طا-لب چارواکو ادعا کړې وه چې د دغه ډلې پلاوي اندونیزیا ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له یو شمېر چارواکو سره کتلي دي.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد په دې وروستیو کې په یوه ټویټ کې لیکلي چې د دې ډلې پلاوي د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه له اندونیزیایي څیړونکو، سیاستوالو او پانګوالو سره ګټورې خبرې کړې دي.

ویل کیږي چې دغو طا-لب چارواکو په جاکارتا کې د سریلانکا، بنګله دیش او سینګاپور له دیپلوماتانو سره وکتل.

دا سفر په داسې حال کې کېږي چې طا-لب چارواکي د ملګرو ملتونو د بندیزونو او مجازاتو په لېست کې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا