اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست

ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان په اړه غونډه وکړي

ډید خبري اژانس: په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپورونه به راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په یوه غونډه کې وڅېړل شي.

ټاکل شوې دغه غونډه د راتلونکې دوشنبې په ورځ (د اپریل ۲۹/ د ثور ۱۰) د سویس په جینوا کې جوړه شي.

افغانستان یو له هغو ۱۴ هېوادونو څخه دی چې د بیاکتنې د کاري ډلې په غونډه کې به چې د مې له ۲۹مې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې جوړېږي، څېړل کېږي.

د بشري حقونو د شورا په اعلاميه کې راغلي، هغه اسناد چې پر بنسټ يې څېړنه کېږي، د هېواد ملي راپور چې تر څېړنې لاندې دي، د بشري حقونو د خپلواکو ډلو او کارپوهانو راپورونه، د بشري حقونو د بنسټونو او مدني ټولنو معلومات شامل دي.

دا د ۲۰۰۸ کال د اپریل په میاشت کې د دغه بهیر له پیل راهیسې د هیواد د رپوټونو د بیا کتنې څلورمه دوره ده.

د بشري حقونو د شورا په اعلاميه کې راغلي چې په څلورمه دوره کې له هېوادونو تمه کېږي چې د هغو فعاليتونو په اړه خبرې وکړي چې په تېره دوره کې يې د وړانديزونو د عملي کولو او د بشري حقونو په برخه کې د پرمختګ په اړه کړي دي.

د راتلونکې اونۍ په غونډه کې به د نصیر احمد اندیشي په مشرۍ افغان پلاوی خپل نظریات شریک کړي.

دغه راز د بروندي، هند او هالنډ استازي د افغانستان په اړه د څېړنو په برخه کې د رپورترانو په توګه کار کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا