اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهشننه

امریکاییان ولې افغان ځواکونه وژني؟

تیره ورځ د هلمند ولایت اړوند د ګرشک په ولسوالۍ کې امریکايي الوتکو هغه دولتي سرتیرې په نښه کړل کوم چې کرۍ ورځ یې له طالبانو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې خونړۍ جګړه کړې وه. په دې پیښه کې چې لا تر اوسه یې د چارواکو له لوري د تلفاتو جزئیات له رسنیو سره نه دې شریک شوي د دوو قومندانانو په شمول خواوشا ۲۰ تنه دولتي سرتیري وژل شوي او ګڼ شمیر نور ژوبل دي. که څه هم چې د امریکايي بمبارۍ د قربانیانو خپلوان او عیني شاهدان د وژل شویو سرتیرو شمیر تر ۶۰ تنو هم لوړ ښیي خو د هلمند والي او نور رسمي چارواکي وايي چې حاضر دمه د پیښې د تلفاتو کوم  دقیق شمیر په لاس کې نه لري چې د پیښې ځای ته د لوړ پوړي دولتي پلاوي تر رسیدو وروسته به په دې اړه دقیق معلومات تر لاسه کړل شي. دا لومړی ځل نه دی چې په هیواد په خاصه توګه هلمند کې امریکايان دولتي سرتیري بمباروي او له دوئ څخه د دفاع په جُرم !!! یې په اشتباهي بمونو وژني. څه موده وړاندې هم په همدې هلمند کې امریکايي هوايي ځواکونو افغان سرحدي سرتیري په نښه کړل چې له امله يي ګڼ کسان مړه او ژوبل شول. که څه هم چې امریکايي پوځي چارواکي ظاهرا د دې پیښو لامل د هغوي اشتباه او تیروتنه بولي ، خو له پوځي نقطه نظره د امریکایانو دا مکررې تیروتنې هیڅ پوځي او منطقي توجیه نه لري. ځکه د محاربوي مقرراتو له مخې هوايي او توپچي ځواکونه دواړه له هجومي ځواکونو سره په هماهنګي کې د محارب ځواک په مقابل کې د جګړې پلان پرمخ وړي او همدا دری واړه جهتونه ( هوايي، توپچي او تعرضي پلی ځواکونه ) شیبه په شیبه د جګړې په کرښې کې رامنځته کیدونکي تغیرات له یوه اوبل سره تبادله کوي. که واقعا هم په افغانستان کې جنګیدونکي امریکایان پوځیان او له داخلي ځواکونو سره په تفاهم کې د خپلو مخالفینو په وړاندې محاربوي فعالیتونه پرمخ بیايي نو کله هم باید د هغوي ترمنځ د جګړې په کرښو کې داسې کار چې د دوئ د دښمن په ګټه تمامیږي رامنځته نه شي. خو په هلمند او د هیواد په نورو برخو کې چې امریکایان داخلي ځواکونه په نښه کوي هغه قطعا اشتباه نه بلکې یو عمدي عمل دی چې هغوي غواړي په دې سره د دوئ په لاس جوړ شوي حکومت ته دا وښیي چې په افغانستان کې امریکايي پوځيان ځانګړي صلاحیتونه لري چې له هغوی نه د کار اخیستو په مهال نه ورته د عادي افغانانو ژوند ارزښت لري او نه هم د هغه چا چې د دوئ د امنیت لپاره د جګړې په لومړیو کرښو کې ځانونه قربانوي. د امریکایانو لخوا پر افغان ځواکونو د بمبارۍ متعددې پیښې پر نورو ګڼو مدلولاتو سربیره دا هم جوتوي چې هغوي دواړو د وسله والو طالبانو په مقابل کې د مؤثرې تکتیکي جګړې وړتیا له لاسه ورکړې، او هغه څه چې امریکایان اوس په افغانستان کې ورباندې لګیا دي هغه فقط د قاطع ماموریت ترنامه لاندې افغان وژنه ده ، چې کله له دوئ څخه دفاع کوونکي افغان سرتیري او کله هم عام افغانان په لاپروايي سره د خپلو بمونو هدف ګرځوي چې د ګرشک تازه خونړۍ پیښه یې یوه ژوندۍ بیلګه ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا